Home » افغانستان » د «کابل کتاب» جشنواره په بابر بڼ کې ترسره شوه
کابل کتاب

د «کابل کتاب» جشنواره په بابر بڼ کې ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د «کابل کتاب» په نوم جشنواره د بابر بڼ په ملکه ماڼۍ کې ترسره شوه. د دې جشنوارې موخه د مطالعې د کلتورو عامول، د کتاب ارزښت روښانه کول، ځوانان مطالعې ته هڅول او د لیکوالانو، خپرندویانو او کتاب پلورونکو ملاتړ و.
په دې پروګرام کې د وزارت مسؤلینو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د کتاب مینه‌والو ګډون کړی و.
د عامه کتابتونونو رئیس رفیع‌الله صمیم وویل، د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه شوي او په ولایتونو کې د ځوانانو د فکري ودې لپاره روزنیز او فرهنګي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
په ورته مهال د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي هم مطالعه د ټولنې د علمي او فکري ودې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، په هېواد کې چاپېدونکي کتابونه له مالیې معاف او پر وارداتي کتابونو مالیه راکمه شوې ده.
د جشنوارې په ترڅ کې ویناوالو د عامه پوهاوي، علمي او فکري ودې په برخه کې د کتاب پر ارزښت ټینګار وکړ او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. په دې جشنواره کې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست په همکارۍ د کتابونو نندارتون هم جوړ شوی و.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د ا.ا. درې کسیز پلاوی المان ته رسېدلی

د الماني رسنیو د راپورونو ...