د ایران د رېل پټلۍ رییس جبارعلي ذاکري وايي، له افغانستان سره د رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد په بېساري ډول زیات شوی او اوس یې میاشتنی حجم شاوخوا ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلی دی.
هغه وايي، پخوا د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل له لارې په کال کې له ۱۵ زره ټنو کم توکي لېږدول کېدل.د ایران د رېل پټلۍ د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د صادراتو او ټرانزیټ په محمولو کې ساختماني مواد، فولاد او د اوسپنې بېلابېل محصولات د پام وړ برخه جوړوي. د روان کال په لومړیو میاشتو کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل له لارې د توکو لېږد له ۱۰۰ زره ټنو اوښتی و.
ذاکري اټکل کوي چې د رېل پټلۍ له لارې له افغانستان سره د توکو د لېږد کچه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه ټنو ته ورسېږي. نوموړي تر دې مخکې هم ویلي وو چې ایران غواړي د افغانستان له لارې خپله رېل شبکه له چین سره ونښلوي؛ د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ جوړېدل د دې پراخې سیمهییزې نښلونې مهمه برخه بلل شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس