افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ازبکستان د صادراتو لپاره پر درېیم لوی بازار بدل شوی دی.
د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د وروستیو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د صادراتو ارزښت ۹۶۱.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. په دې نوملړ کې روسیه د شاوخوا ۲.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو په لرلو سره لومړی او چین د نږدې ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت دویم ځای لري.
د احصایو له مخې، افغانستان د ازبکستان د صادراتو په برخه کې له قزاقستان، فرانسې او ترکیې هم مخکې شوی دی. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۸۱۷.۸ میلیونه ډالر وو، خو د جون تر پایه دغه رقم شاوخوا ۱۴۳.۷ میلیونه ډالر نور هم زیات شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د ازبکستان د ۲۰۲۵ کال د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان د دغه هېواد د صادراتو په مهمو بازارونو کې له وړاندې هم څلورم ځای درلود؛ تېر کال افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۱.۵۳ میلیارد ډالر ثبت شوي وو. د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ نیمایي وروستي ارقام ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د تېر کال په پرتله د لا پراختیا په حال کې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس