ایران کې د افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی
راپورونه وایي چې ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی دی.
د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دا پروسه روانه اوونۍ د افغان او ایراني چارواکو په حضور کې په یو لړ ځانګړو مراسمو پیل شوې ده.
د یادې ادارې په خبره، افغان کډوالو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش دوه مرکزونه په تهران او دوه نور په مشهد کې فعال شوي دي او دوی په پام کې لري چې ژر به یو بل مرکز د یاد هېواد په کرمان ښار کې هم فعال کړي.
د احصایې ملي اداره وایي، ایران کې کډوالو ته ورکول کېدونکي پېژندپاڼې په کابل کې چاپ او بیا ایران ته استول کېږي.