په داسې حال کې چې د ایران د جګړې د پای ته رسېدو هیلې یو ځل بیا کمزورې شوې دي، د سې شنبې په ورځ په سره سمندر او عمان خلیج کې پر سوداګریزو بېړیو د جلا جلا بریدونو راپورونه ورکړل شوي.
د یمن د ترانسپورټ وزارت ویلي، د بابالمندب په تنګي کې د حوثیانو په برید کې پر یوې وړې بېړۍ څلور د عملې غړي او دوه ژغورونکي وژل شوي دي. دا د جګړې له پیل راهیسې پر بېړیو د ایران د متحدو حوثیانو له لوري د مستقیم بریدونو لومړني تلفات بلل کېږي.
هممهاله، د امریکا پوځ ویلي چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د «هلفایر» توغندیو په وسیله د پاناما یوې بېړۍ ته، چې د واشنګټن په وینا یې د ایران سمندري محاصره نقض کړې وه، برید کړی دی. دا پېښې په داسې مهال رامنځته کېږي چې تهران ګواښ کړی، تر هغو به د هرمز تنګی تړلی وي، څو امریکا د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې نه کړي او په سیمه کې خپلو پوځي عملیاتو ته د پای ټکی کېنږدي.
بلخوا، د تاوتریخوالي زیاتېدو سمدستي د انرژۍ پر نړیوال بازار اغېز کړی؛ د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د نړۍ د ونډو شاخصونه هم راټیټ شوي دي.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بحران له زیاتېدو سره سره، لا هم د هرمز تنګي د «بشپړ کنټرول» خبره کړې او ویلي یې دي چې ایران نور د «منځني ختیځ زورواکی» نه دی. دا تحولات ښيي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې لیدلوری لا هم لرې دی او د جګړې د پراخېدو خطر، لکه څنګه چې د ایران د سپاه پاسداران چارواکو خبرداری ورکړی، لا جدي شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس