Home » افغانستان » د افغان کډوالو د انتقال په برخه کې د خنډونو په اړه اندېښنې
د کډوالو د حقوقي مرستې نړیوال سازمان

د افغان کډوالو د انتقال په برخه کې د خنډونو په اړه اندېښنې

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځم کال پوره کېدو په درشل کې، د کډوالو د حقوقي مرستې نړیوال سازمان «IRAP» وايي، لا هم ګڼ افغان کډوال او د امریکا پخواني همکاران له دغه هېواده بهر له نامعلومه برخليک سره مخ دي

دغه سازمان وايي، د ډونالډ ټرمپ ادارې د سفر بندیز او د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډ، د افغانانو او په ځانګړي ډول د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) غوښتونکو، امریکا ته د انتقال بهیر له جدي خنډونو سره مخ کړی دی.
د IRAP په وینا، د امریکا د کډوالو د منلو بهیر هم محدود شوی او په روان مالي کال کې یوازې درې افغانان امریکا ته د کډوالو په توګه انتقال شوي دي.
دغه سازمان زیاتوي چې په امریکا کې هم ځینې افغانان د نیول کېدو او شړلو له خطر سره هم مخ دي.
د کډوالو د حقوقي مرستې نړیوال سازمان (IRAP) له امریکا کانګرس څخه غوښتي چې د افغان کډوالو او د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي او هغو افغانانو ته د امریکا د خوندي انتقال زمینه برابره کړي چې لا هم له هېواده بهر پاتې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ماشومانو د خوندیتوب قضیه؛ میټا ۵۶۷ میلیونه ډالره جریمه شو

د راپورونو له مخې، د ...