Home » افغانستان » جرمني: رد شوي افغان پناه غوښتونکي به له جرمي سابقې پرته هم وشړل شي
جرمني

جرمني: رد شوي افغان پناه غوښتونکي به له جرمي سابقې پرته هم وشړل شي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، له دې وروسته به افغانستان ته د پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د جرمي سوابقو شتون شرط نه وي، بلکې هغه کسان هم ایستل کېږي، چې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه یې رد شوي دي.

راپورونو پر اساس، دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې جرمني له لایپزیګ هوايي ډګر څخه ۳۱ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته راولېږل.
د جرمني حکومت وايي، له دې ډلې ۳۰ کسانو جرمي سابقه درلودله، خو يوه کس يې جرمي محکومیت نه درلود او راشړل شوی.
په ورته مهال، د جرمني د حکومت دغه پرېکړه د بشري حقونو د فعالانو او ځینو سیاسي ګوندونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدینو رسنیو ته ویلي، افغانستان ته د پناه غوښتونکو ستنول د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې پرېکړه ده.
د جرمني حکومت بیا ټینګار کوي چې هغه کسان، چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، د قانون له مخې به افغانستان ته واستول شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رواداري: د پاکستان په بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بشري حقونو بنسټ رواداري ...