د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ایران لهخوا پر اردن، بحرین او کویټ د پرلهپسې بریدونو سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، دا بریدونه د دغو هېوادونو د ملي حاکمیت، د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
دغه وزارت ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د سیمې د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره باید د خبرو، ډیپلوماسۍ او د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیاوړې شي، څو سیمه د اوسنیو نښتو له ناوړه پایلو خوندي پاتې شي او سیمهییز او نړیوال ثبات ټینګ شي.
قطر یو ځل بیا د اردن، بحرین او کویټ ترڅنګ خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې دوحه د دغو هېوادونو د ملي حاکمیت، امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره د هغوی د ټولو مشروع اقداماتو ملاتړ کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس