Home » سیمه او نړی » اردوغان: سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري
رجب طیب اردوغان

اردوغان: سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د منځني ختیځ د کړکېچونو د پای ته رسولو تر ټولو اغېزمنه لار د سیاسي ارادې پیاوړتیا او د خبرو اترو دوام دی.
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د ناټو د مشرانو غونډې تر پای وروسته وویل چې د سیمې شخړې باید د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل شي، نه د زور او جګړې له لارې.
اردوغان د اسلام‌اباد د وروستي توافق هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په پای کې به «سلیم عقل» بری ومومي. هغه ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.
د ترکیې ولسمشر همداراز ويلي، چې سیمه نور د یوې بلې جګړې او نوي کړکېچ د زغملو وس نه لري او د تلپاتې سولې لپاره ګډو سیاسي هڅو ته اړتیا ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

جي ډي وینس: د ایران له مذاکراتو منتقدین په افغانستان کې د لا ډېرو بریدونو غوښتونکي وو

د امریکا د ولسمشر مرستیال ...