Home » افغانستان » د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه.
اتصالات شرکت

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت مرکزي دفتر د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې د يادې کمپنۍ نوم او لوګو د بدل کړل. 
دغه مخابراتي شرکت چې له دې مخکې د اتصالات افغانستان په نوم فعالیت درلود له دې وروسته به د اي انډ په نوم فعالیت ولري.
د ياد شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د مخابراتي خدمتونو ترڅنګ په نورو برخو کې هم خلکو ته خدمات وړاندې کړي .
د اي انډ مخابراتي شرکت د اړیکو او ارتباطاتو ډاریکټر کفایت الله نبي خېل وايي:«اتصالات غواړي چې د مخابراتي خدماتو ترڅنګ نور ډیجیټلي خدمات هم ټولنې ته وړاندې کړي، په دې کې تر ټولو د مخه د ډیجیټلي پيسو راکړه ورکړه ده (اي انډ) په دې مانا چې اتصالات له دې وروسته ورزشي خدمات، اسلامي خدمات او دغه ډیجیټلي خدمات وړاندې کولای شي.»
 د‌دغه شرکت مسوولينو همداراز زياته کړې، چې اي انډ یوازې زموږ د نوم او لوګو بدلون نه دی، بلکې دا زموږ د نوي لید لوري او د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو ژمنتیا ښکارندوی دی.
 
د مالوماتو پر اساس، اتصالات مخابراتي شرکت  په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ،چې  تردې مهاله یې په افغانستان کې د پیرېدونکو شمیر ۷ ملیونو ته رسیدلی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...