Home » افغانستان » اوچا: د سوېل ختیځو زلزلو زیانمن شوي لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي
اوچا

اوچا: د سوېل ختیځو زلزلو زیانمن شوي لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د افغانستان په سوېل ختیځو سیمو کې د زلزلو له امله زیانمن شوي کسان لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

د اوچا د عامه مالوماتو د ملاتړ او مدیریت برخې مشرې اولګا چروکو ویلي، چې که څه هم بشري مرستې اغېزمنې وې، خو دوامداره رغونه دوامدار ملاتړ او په راتلونکي کې ریښتینې پانګونې ته اړتیا لري.

اولګا چروکو: «له زلزلې څلور کاله وروسته، د افغانستان په سوېل ختیځ کې ګڼې کورنۍ لا هم د خپلو زیانونو د جبران هڅه کوي او د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.
د روان کال تر نیمایي پورې د بشري مرستو د ځواب ویلو پروګرام یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوی دی.»
اولګاچروکو همداراز ويلي، که له زيانمو سيمو په بېړنۍ توګه ملاتړ ونشي، نوښايي د دغو کورنیو ستونزې لا پسې ژورې شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...