ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو ادارې (UN-Habitat) ویلي چې د کونړ او بغلان ولایتونو په شمال ختیځو سیمو کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ۸۰۰ استوګنیزو کورونو د ترمیم او ښهوالي چارې روانې دي.
د دغې ادارې په وینا، د کورونو د بیارغونې موخه دا ده چې راستنېدونکې کورنۍ خوندي او مناسبې سرپناه ته لاسرسی ومومي او د بېرته مېشتېدو بهیر یې اسانه شي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د مناسبې سرپناه برابرول یوه بېړنۍ اړتیا ده او په دې برخه کې باید ځنډ رامنځته نه شي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په وروستیو کلونو کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې د استوګنې، خدماتو او ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو پر وړاندې یې اړتیاوې زیاتې کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس