د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ښار په مقر کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواتنني هریش له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د چلند د بیاکتنې غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې یوازې تنبیهي او محدودوونکې پالیسۍ د افغانستان د ستونزو حل نه شي تضمینولی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پرواتنني هریش ویلي چې نړيواله ټولنه باید داسې عملي او اغېزمنې لارې چارې غوره کړي چې د افغانستان خلکو ته مستقیمه ګټه ورسوي او دغه هېواد نور له انزوا سره مخ نه کړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره رغنده تعامل او دوامداره ملاتړ اړین دي.
د هند استازي همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) له ماموریت څخه د خپل هېواد بشپړ ملاتړ اعلان وکړ او ویې ویل چې نوي ډیلي د یوناما هڅې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه والي، اقتصادي ثبات او د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې ګڼي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس