د امریکا د روډ آیلنډ ایالت فدرالي قاضي جان مککانل د ټرمپ ادارې هغه پالیسۍ غیرقانوني بللې دي، چې د ۳۹ هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې، د کار جواز، شین کارت او تابعیت دوسیې یې ځنډولې وې.
مککانل د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) د وروستو پرېکړو سره په مخالفت کې ويلي، چې د افریقا، اسیا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ د لسګونو هېوادونو وګړي په «نامعلوم حقوقي حالت» کې ساتل شوي.
نوموړي ویلي، دغو کډوالو ټول هغه قانوني بهیرونه بشپړ کړي، چې د امریکا کانګرس تصویب کړي او د تابعیت او کډوالۍ ادارې د مقرراتو له مخې نافذ شوي دي، خو بیا هم د دوی دوسیې له میاشتو راهیسې بېپرېکړې پاتې دي.
مککانل په خپله پرېکړه کې لیکلي، د دغو کسانو د دوسیو ځنډ د دوی د کومې تېروتنې له امله نه، بلکې یوازې د هغوی د زېږېدو له ځای سره تړاو لري.
دا دعوه د کډوالو د ملاتړ بنسټونو او د کارګرو د ټولنې له لوري د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې ثبت شوې وه.
د مالوماتو له مخې، دغه محدودیتونه د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې وروسته له هغه وضع شول، چې یوه افغان پناه غوښتونکی په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو برید وکړ؛ چې په پايله کې یوې سرتېرې ژوند له لاسه ورکړ او بل ټپي شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس