امريکايي اکسیوس خبري ویبپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې ده، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام او اټومي موادو اړوند بندونو د لا پیاوړتیا لپاره.
د راپور له مخې دا بدلونونه د دې لپاره وړاندیز شوي چې د هوکړې شرایط لا سخت او د امریکا د امنیتي غوښتنو سره نور هم برابر شي.
د اکسیوس د معلوماتو له مخې، دا مسوده چې د دواړو هېوادونو د استازو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې چمتو شوې، د ۶۰ ورځني اوربند او د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو په اړه مهم بندونه لري، خو لا هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې او د دواړو لورو رسمي تایید ته اړتیا لري.
ویل شوي چې ټرمپ غواړي په ځانګړې توګه د ایران د غني شوو یورانیمو ذخایر او د اټومي فعالیتونو کنټرول نور هم سخت شي.
راپورونه زیاتوي چې دا بدلونونه د واشنګټن او تهران تر منځ د روانو نازکو مذاکراتو برخه ده، چې موخه یې د جګړې د پراخېدو مخنیوی او د لنډمهاله توافق رامنځته کول دي.
تر دې وړاندې سي اېن اېن امریکايي تلویزون راپور ورکړی و چې ټرمپ غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې دا هوکړه د ۲۰۱۵ کال د ولسمشر اوباما د دورې له اټومي هوکړې څخه پیاوړې معرفي شي؛ هغه هوکړه چې ټرمپ د خپلې لومړۍ کاری دورې پر مهال ترې ووت او په پايله کې یې یاده هوکړه له منځه ولاړه.
ایران او امریکا
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس