Home » افغانستان » ملګرو ملتونو د کډوالو پر لاره رامنځته شوې مرګونې پېښې ته خواشيني څرګنده کړې
UNHCR

ملګرو ملتونو د کډوالو پر لاره رامنځته شوې مرګونې پېښې ته خواشيني څرګنده کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راستنېدونکو کډوالو پر لاره د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ياد سازمان له زیانمن کورنیو سره بشپړه خواخوږي لري او د پېښې د ټپیانو د ژر تر ژره درملنې او روغتیا لپاره د بېړنیو روغتیايي مرستو غوښتنه کوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدو بهیر باید په خوندي، منظم او انساني ډول ترسره شي او اړینه ده چې د کډوالو د خوندیتوب لپاره لا ډېرې همغږۍ او عملي اقدامات ترسره شي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

ياده مرګونې پېښه تېره ورځ د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې وه چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...