Home » سیمه او نړی » ایران او امريکا د احتمالي هوکړې پر سر په اختلاف کې دي
ایران او امریکا

ایران او امريکا د احتمالي هوکړې پر سر په اختلاف کې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران سره د سولې د تفاهم یادښت «تر ډېره حده وروستی شوی» او کولی شي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي، خو لا هم د هرمز تنګي د مدیریت او امنیت په اړه ختلافات موجود دي.

له بلې خوا، ایراني رسنیو دغه ادعا رد کړې او ويلي دي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او کنټرول په اړه هوکړه لا هم نه ده وروستۍ شوې.
رویټرز همداراز لیکلي چې په پاکستان کې ځینې ډیپلوماټیکې سرچینې، چې د منځګړیتوب رول لري، د خبرو بهیر «هیلمن» بللی، خو ویلي یې دي چې مهمې مسئلې لا هم بې پايلې پاتې دي.
دغه بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد تر ټولو مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو بازارونو په ثبات کې حیاتي رول لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې ...