Home » سیمه او نړی » د ايبولا ویروس خپرېدو په اړه نړیواله اندېښنه زیاته شوې
ایبولا

د ايبولا ویروس خپرېدو په اړه نړیواله اندېښنه زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډي‌بوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی دی.

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې د کانګو د ایتوري ولایت په بېلابېلو سیمو کې اته مثبتې پېښې، ۲۴۶ مشکوکې پېښې او ۸۰ مشکوکې مړینې ثبت شوې دي.

د دغه سازمان په وینا، د ناروغۍ د چټک خپرېدو او له یوه هېواده بل هېواد ته د انتقال د خطر له امله بېړني تدابیر هم نیول شوي دي او روغتيايي ډلې د ناروغۍ د کنټرول لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې کړي.

دغه سازمان همداراز له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي او د ناروغۍ د مخنیوي لپاره له احتیاطي تدابیرو کار واخلي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې ...