Home » افغانستان » اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړي
اروپایي ټولنه

اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه غونډه ترسره کړي

فرانس پرېس خبري اژانس د اروپايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ اړوند مسایلو په اړه د خبرو لپاره د ا.ا استازي بروکسل ته ور و بولي.
د سرچینو په وینا، په نږدې ورځو کې د اروپايي ټولنې لخوا کابل ته یو رسمي لیک واستول شي، څو د دې تخنیکي غونډې نېټه او اجنډا وروستۍ شي.

د راپور له مخې، دغه احتمالي غونډه د سویډن په همغږۍ ترسره کېږي او اروپايي چارواکو تر دې وړاندې هم د همدې موضوع د ارزونې لپاره افغانستان ته دوه جلا سفرونه کړي دي.
همداراز ویل کېږي چې اروپايي ټولنه غواړي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر، قونسلي همکارۍ او د بشري وضعیت په اړه له ا.ا سره مستقیم تخنیکي بحثونه هم ترسره کړي.
که څه هم اروپايي ټولنې تر اوسه د دې غونډې لپاره مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې، خو ویلي یې دي چې په بروکسل کې د ا.ا له استازو سره د تخنیکي غونډې جوړونې چارې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر چټک شوی او د نړیوالو ادارو اندېښنې یې راپارولي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...