د ټولګټو وزارت ویاند اعلان کړی چې په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له څلورو بندرونو څخه د سوداګریزو توکو لېږد د ۱۴۰۳ کال په پرتله ۳۹.۱ سلنه زیاتوالی راغلی.
د هغه په وینا، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۶.۱ میلیونه متریک ټنه توکي د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او د خواف–هرات له لارې وارد، صادر او ترانزیت شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۴.۳ میلیونه متریک ټنه و.
نوموړي ويلي، چې د ۱۴۰۴ کال له ټول انتقال څخه ۴.۲ میلیونه متریک ټنه د حیرتان له بندره، ۴۷۲,۲۸۲ ټنه د اقینې له بندره، ۷۴۳,۰۱۲ ټنه د تورغونډۍ له بندره او ۶۴۲,۲۱۲ ټنه د خواف–هرات له لارې لېږدول شوي دي. دا انتقالات د تېلو، غیر تېلو او نورو اړینو توکو څخه جوړ دي.
د هغه په وینا، په تېر کال کې ۱۰۳,۹۴۴ واګونونه او ۴,۶۳۶ د ۴۰ فوټه کانتینرونه چې سوداګریز توکي یې لېږدول، وارد او صادر شوي دي. وارداتي توکي زیاتره تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، سمنټ، سرامیکي کاشي، بوره، پلاستیک، کاغذ، سریښ، قیماق او نور خوراکي او ساختماني مواد وو.
د ټولګټو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د صادراتو او ترانزیت په برخه کې، په ۱۴۰۴ کال کې په ټولیز ډول ۷۴,۷۵۲ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي چې ډېری یې وچې مېوې، وریجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم،نخود، مس او د انارو جوس شامل دي.
د اشرف حقشناس په وینا، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالی د منظم پلان جوړونې، دوامدارې څارنې، د بنسټيزو چارو پراختیا او د تخنیکي او اداري کارکوونکو د پرلهپسې هڅو پایله ده،
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس