لغمان والي وايي، تمه ده چې د سولې روان بهیر کې ښه زیری له ختیځ څخه پورته ترڅو یې ولسونه په ارام سره ژوند تېر کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ یو شمېر قومي مخورو او د یادې ولسوالۍ مسوولینو سره په ګډه ناسته کې وکړې.
د لغمان والي رحمت الله یارمل چې پرون چهارشنبې د سپتمبر ۱۰ (وږي ۲۰) کونړ ولایت ته سفر درلوده د خاص کونړ ولسوالۍ کې د هېواد وتلي ژورنالیست او پیژندل شوې څېرې بلال سروري او دیادې شوې ولسوالۍ د مخورو له لوري په جوړه شوې ناسته کې ګډون کړی وو.

بلال سروري، د خاص کونړ ولسوال او یو شمېر نورو مخورو د لغمان والي هڅې وستایلې چې هرځایي د ماموریت په دوران کې په زړوتیا او صداقت سره خدمات ترسره کړي.
دوی یادونه وکړه چې د خاص کونړ ولسوالۍ ولسونو په شریکه د امنیت، سولې او حکومت ملاتړ لپاره ملاتړې او اوس مهال یې په سیمه کې خورا ښه امنیت او حکومتداري روانه ده.
دلغمان والي رحمت الله یارمل د خاص کونړ ولسوالۍ مسوولینو، او د هېواد پیژندل شوې څېرې بلال سروري څخه د مننې سربېره د یادې ولایت د ولسونو هر اړخیزې هڅې او له حکومت سره ګډ کار کول وستایل.
هغه وویل، قومي مشران کولای شي په هره برخه کې له محلي ادارو سره مرسته وکړي او د دوی هڅې او کوښښونه هر چیرته ښه رنګ راوړي.
ښاغلي یارمل یادونه وکړه، تمه ده سولې روان بهیر او خبرو له لارې ښه زیري له مشرقي پورته او ولسونه یې د ارام ساه واخلي.