Home » سیمه او نړی » امريکا د ايران ۱۰ ماده‌يي وړانديز رد‌ کړی
IRAN

امريکا د ايران ۱۰ ماده‌يي وړانديز رد‌ کړی

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، په یوې اعلامیه کې ویلي، چې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د ایران د ۱۰ ماده‌يي وړاندیز له درېیو بندونو څخه د یاد هېواد له خوا سرغړونه شوې ده.

نوموړي ويلي، چې دا وړاندیز د مذاکراتو لپاره «یو عملي بنسټ» او د امریکا سره د خبرو اصلي چوکاټ بلل کيږي. د هغه په وینا، په نقض شوي وړانديز کې، د لبنان په اړه د اوربند د لومړي بند نه مراعت، د ايران هوايي حريم ته د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې ننوتل او همدارنګه د یورانیمو د غني‌کولو حق نه منل—چې د وړاندیز په شپږم بند کې ذکر شوی دی شامل دي.

قالیباف همداراز ويلي چې امريکا د مذاکراتو له پیل مخکې په ښکاره او صریحه توګه د مذاکراتو بنسټ نقض کړی او ټینګار یې وکړ چې په داسې حالت کې دوه‌اړخیز اوربند یا مذاکرات «غیرمنطقي» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت، په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د ایران ۱۰ ماده‌يي لومړنۍ طرحه «بنسټیز ډول غیرجدي، د منلو وړ نه او په بشپړه توګه رد شوی» ده؛ په وينا يې هغه طرحه چې د ټرمپ او د هغه د مذاکراتي ټیم له خوا «کثافاتو ته غورځول شوی» دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...