د سمون او بدلون شبکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټرو برید غندلی.
یادې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یو شمیر هېوادوالو پر وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.
په دغه اعلامیه کې ویلي شوي، د افغانستان د خلکو قسم خوړلي دښمنان، د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح په کاروان برید سره یوځل بیا څرګنده کړه چې دوی ملي شخصیتونه نه شي زغملی او وخت اوخت هڅه کوي د دوی وحشیانه بریدونو سره دوی له مینځه یوسي.
په اعلامیه کې راغلي: “هغه هیوادونه او کړۍ چې د سولې د پروسې او د بین الافغاني خبرو د ناکامولو په لټه کې دي،دوی به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي د سولې خبرې اترې به په بریالی توګه پای ته ورسیږي.”
نن سهار د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر کاروان د کابل په تایمني سیمه کې برید وکړ چې په پایله کې ښاغلی صالح له یاد بریده روغ ووت او د هغه یو شمیر ساتونکي ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت لخوا ورکړل شوي شمیرې په وینا ، په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نننۍ برید دوی نه دی کړی.