Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت:د کابل ننۍ چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت:د کابل ننۍ چاودنه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د څلورمې حوزې اړوند تایمني څلورلارې کې شوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په دې پېښه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د ارین په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړل شوې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

په دغه پېښه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی دی.

ارین زیاته کړې چې د افغانستان دښمنان به په ورته کړنو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي. طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...