ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د لا ډېرو امریکایي عسکرو د وتلو پرېکړه وکړي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد هوايي ځواک ته د وینا پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به له عراق او افغانستان د زرګونه عسکرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.
نوموړي ددغه پرېکړې دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې خو ټینګار یې کړی چې په نږدې ورځو کې به په دغه کار لاس پورې کوي.
تر دې وړاندې هم ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې به له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو ژمنه پوره کوي او په دغه هېواد کې به د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم کموي.
د امریکا ددفاع وزیر بیا ویلي وو چې د سرتېرو شمېر به یې تر ۴۶۰۰ پورې را ټېټېږي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له طالبانو سره یې هم په هوکړه کې د خپلو سرتېرو د کمولو ژمنه کړې ده.