Home » افغانستان » ټرمپ له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکا پاتې تجهیزات بېرته ورکړي

ټرمپ له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکا پاتې تجهیزات بېرته ورکړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ا.ا څخه غواړي چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوي تجهیزات د بېرته وروسپاري.

ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د دوی د پوځ میلیارډونه ډالره شتمني ا.ا ته ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه پیسې بېرته نه غواړي، خو ټینګار یې کړی چې پوځي تجهیزات غواړي.

“موږ به خپل پوځ بېرته پياوړی او په نویو تجهیزاتو سمبال کړو، موږ به ټول پوځ له سره جوړ کړو، دوی (د جوبایډن ادارې) د دې پوځ میلیارډونه ډالره د ا.ا پوځ ته ورکړل، ایا تاسو پوهېږئ چې موږ هر کال میلیاردونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ ا.ا ته ووایئ زه دا پیسې بېرته نه غواړم، خو تجهیزات غواړم.”

ټاکل شوې ټرمپ نن دوشنبه په رسمي ډول لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.

تر دې وړاندې سیګار یا په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې ویلي وو چې د افغانستان د پخواني پوځ د ۷ میلیارډه ډالرو په ارزښت تجهیزات ا.ا ته پاتې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...