Home » سیمه او نړی » نن د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند عملي کېدل پيلېږي

نن د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند عملي کېدل پيلېږي

د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه به نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) د یو شمېر برمته شویو او بندیانو په خوشې کولو پلې شي.

د راپورونو له مخې، د دغه درې پړاویزې هوکړې په لومړي پړاو کې به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې له ۹۸ یرغمل شویو اسراییلیانو څخه ۳۳ کسان خوشې شي.

د ویلو ده چې په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، حماس پر اسراییلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسراییلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ په داسې حال کې په اوربند موافقه وشوه چې د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر دې مهاله په غزه کې د اسراییلو په غچ اخیستونکي بریدونو کې ۴۶زره او۷۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...