Home » افغانستان » اروپايي ټولنه:د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي
رویداد خبري آژانس

اروپايي ټولنه:د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي

اروپايي ټولنه وايي افغان جګړه نظامي حل نه لري او ددې وخت دی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او ددغه خبرو د پیل لپاره دې نور وخت نه ضایع کېږي.

ددغه ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ډېری غړي هېوادونه یې په دې باور دي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي او په دې پروسه کې ځنډ د جګړې ددوام سبب ګرځي.

سرچینه دغه راز کاږي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي کمېدو ته اړتیا ده او ښکېل لوري دې ژر تر ژره د جګړو د پای لپاره خبرې پیل کړي، ځکه دغه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د پای ته رسېدو وړ ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...