Home » سیمه او نړی » جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي چې نن (یکشنبې، مرغومي ۹مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه پکې سپاره وو، تر غورځېدو وروسته لږ تر لږه ۸۵ کسان پکې وژل شوي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه د جنوبي کوریا موان هوایي ډګر ته روانه وه.

چارواکو ویلي چې په الوتکې کې ۱۷۵ مساپر او ۶ عمله ناسته وه چې دوه کسان یې د تایلند اتباع دي.

د ویلو ده چې د جنوبي کوریا سرپرست جمهور رییس چوی سانګ -موک د مسافرو د ژغورولو لپاره له ټولو امکاناتو څخه د کار اخیستو امر کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...