ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره شي.
دغه لوبه نن(شنبه،۲۴د لېندۍ)د کابل پر وخت د مازدیکر ۴:۰۰ بجې د زېمبابوې په کوربه توب په هرارې کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
تردې دمه په روانه لوبلړۍ کې دواړه لوبډلې یو-یو مساوي دي او له نننۍ لوبې وروسته به څرګنده شي چې کومه لوبډله د اتلولۍ جام ګټونکې کیږي.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په تېره شل اوریزه لوبه کې زېمبابوې لوبډلې ته د ۵۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
