راپورونه وایي چې د هند د دفاع وزیر رنجیت سینګ له خپل ایراني سیال امیر حاتمي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو سربیره پر افغان سوله او ثبات هم خبرې اترې کړې دي.
د هند د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو امن افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغان سولې برخه کې د سیمهییزو هېوادونو همکاري اړینه ده. خبرپاڼه کاږي چې په دې ناسته کې دغه راز دواړو اړخونو د هند او ایران تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.