Home » افغانستان » اسدالله خالد:د سولې هڅو سره سره د جګړې ډګر لا تود شوی
رویداد خبري آژانس

اسدالله خالد:د سولې هڅو سره سره د جګړې ډګر لا تود شوی

دافغانستان دملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، په داسې حال کې چې د دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نیسي او د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا یې شدت موندلی دی.

اسدالله خالد نن په لغمان کې یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، مقابل اړخ هڅه کوي د جګړې په شدت سره ډېر امتیاز تر لاسه کړي خو نوموړي ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان یوه څنډه به هم سقوط سره مخ نه شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د جګړې په جبهاتو کې ځینې ستونزې شته خو په خبره یې ژر به حل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...