Home » افغانستان » د لوړو مهرونو اغېزې او ستونزې

د لوړو مهرونو اغېزې او ستونزې

مهر هغه مال دی چې سړی يې د نکاح په وخت کې ښځې ته ورکوي يا يې د ورکولو وعده کوي. په اسلام کې د مهر ادا کول دوه ډوله دي، مهرمؤجل او مهر معجل، هغه مهر چې د نکاح په وخت کې ادا کېږي هغه ته مهر معجل وايي او هغه مهر چې د ادا کولو وعده يې کېږي هغه ته مهر مؤجل ویل کېږي، د قراني ایتونو له مخې مهر د ښځې یا نجلۍ شریعي حق دی.
په دې اړه دیني عالم دوکتور اواب صافی وایي: “مهر په اسلام کې د ښځې شریعي حق دی چې باید ورکړل شي، ځکه د قران کریم په نساء سوره کې راغلي [چې تاسو ورکړی خپلو ښځو ته د هغوی مهرونه.] نو دا د الله تعالی حکم دی چې باید ترسره شي.”

په افغاني ټولنه کې په یو شمېر کورنیو کې بیا مهر د نجلۍ د کورنۍ په خوښه ټاکل کېږي او ډېری افغانان خو مهر ته د ولور نوم ورکوي او د زوم څخه یې اخلي چې ټاکلې اندازه هم نه لري او ورځ تر بلې زیاتېږي.
په دې اړه ذکیه احمدزۍ د لوګر اوسېدونکې وايي: “ما چې کله کوژده وکړه، زما کورنۍ د پینځه لکه ولور ترڅنګ یو لک مهر هم ټاکلی و، خو زما د کوژدن اقتصاد ښه نه و ما مې کورنۍ ته ډېر وویل چې له ولور تېر شي، خو هغوی نه منله.”

په افغاني ټولنه کې د ولور او لوړ مهر اخیستل یو دود شوی، د دوی په اند هغه کسان چې ولور نه اخلي د خپلې خور او لور ارزښت کموي.
احمدزۍ په دې اړه زیاتوي: “د کوژدې مې څلور کاله کېږي، خو لا مې کوژدن د ولور پیسې نه دي پیدا کړې، کله چې کورنۍ ته وایم چې ولور ورته کم کړئ، وایي ته لا نه پوهېږې بیا د خسرګنۍ وايي چې دا یې خوشي راکړې، خپل عزت دې مه کموه.”

بلخوا کریم حقمل هغه ځوان دی چې د واده یې درې کاله کېږي، خو لا یې د ولور پورونه نه دي خلاص شوي. کریم وایي: “په افغانستان کې واده کول د سوکاله ژوند له لاسه ورکول دي، درې کاله وړاندې مې واده کړی، زما د مېرمنې ولور اته لکه و درې کاله مې د واده وتلي، خو لا مې د ولور پورونه نه دي خلاص شوي.”

د لوړ مهر اخیستل په ټولنه او د ټولنې په وګړو منفي او مثبتې اغېزې لري، په دې اړه ټولنیز فعال اصف افضلیار وایي: “مهر اخیستل هم مثبتې او هم منفي اغېزې لري، خو د مثبتو په پرتله یې منفي اغېزې زیاتې دي، لومړۍ دا چې مهر یې نجلۍ ته نه ورکول کېږي، بلکې کورنۍ یې اخلي او مصرفوي یې. دویم مهر لا په ټولنه، قوم او دودونو کې ځانکړی تعریف او ځای نه لري یعنې هر قوم، مذهب، کلتور او سیمې د ځان لپاره ورته ځانګړي اصول ټاکلي. درېیم دا چې د نجلۍ لپاره دا د خسرګنۍ یا خاوند لخوا د یو پیغور په بڼه پاتې کېږي او تل ورته ویل کېږي چې ستا ارزښت دومره پیسې، ځمکه، موټر او داسې نور وو.”

لکه څنګه چې اسلام ویلي چې مهر د هرې ښځې حق دی همداسې قانون هم د شریعت پیروي کوي.
په دې اړه د ښځو د حقونو دفاع کوونکې نورسما سادات وایي: “مهر د ښځو ځانګړی شریعي او قانوني حق دی چې شریعت ورکړی هېڅوک یې د مهر اخیستلو حق نه لري پرته له هغې چې دا اجازه ورکړي، دا یوازې خپله دې ښځې حق دی چې هم اسلام او هم قانون تایید کړي دی. د افغانستان د معدني قانون په ۱۱۴ماده کې داسې ویل شوي چې هېڅوک دا حق نه لري چې دا ښځه اړ کړي چې له خپل مهر تېره شي.”

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...