راپورونه وایې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې راتلوونکې کابینې لپاره درې نور غړي نومولي دي.
ټرمپ په کانګرس کې د فلوریډا استازی مټ ګېټز د خپل لوی څارنوال، سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه او تولسي ګبارډ د ملي استخباراتو د مشر په توګه نومولي دی.
ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته د دفاع وزارت او یو شمېر نورو ادارو لپاره هم خپل نوماند وزیران اعلان کړي دي.
دغه راز ټرمپ تازه په سپینه ماڼۍ کې له جوبایډن سره وکتل او د واک پر سولهییز لېږد یې خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه رسمي دنده پيل کړي.