Home » افغانستان » اوچا: له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې

اوچا: له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایې چې، له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې له افغانستان سره شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

اوچا (یکشنبې، د لړم ۱۲مه)د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره شاوخوا ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

راپور زیاته کړې چې د افغانستان خلک لا هم د جګړې، د خوړو نه‌خونديتوب، طبيعي پېښو او اقليمي بدلون په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.

تر دې وړاندې اوچا ویلي و چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳٫۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې تر نیمايي ډېرې يې ښځې او نجونې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...