د ازموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې د بهیر د پيل خبر ورکړی دی.
یادې ادارې پرون(یکشنبې، د لړم۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په ښوونځیو او دیني مدرسو کې داوطلبان کولای شي د ازموینې لپاره فورمې ډکې کړي.
خبرپاڼه کې دغه راز ټینګار شوی چې په دې ازموينې داوطلبان تر را روانې جدي میاشتې وخت لري، چې په دې ازموينه کې د ګډون لپاره نومليکنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده د تېر کال په کانکور ازموینه کې څه باندې ۸۴ زره کسانو برخه اخیستې وه.