ټاکل شوې چې د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو په پایلوبه کې افغان الف«ابدالیان»لوبډله له سریلانکا لوبډلې سره مخامخ شي.
دا لوبه نن(یکشنبې، د لړم ۶مه) د عمان په کوربتوب د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي.
افغان الف لوبډلې د جمعې په ورځ د یادو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
د اسیا اېمرجېنګ جام په سیالیو کې افغان لوبډلې له یوې لوبې پرته خپلې ټولې لوبې وګټلې او پایلوبې ته ووتله.
د اسیا اېمرجېنګ جام سیالۍ شل اوریزې دي او د افغانستان سربېره په کې د ۸ نورو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسر کړې، چې پایلوبې ته یې یوازې افغانستان او د سریلانکا لوبډلې ووتلې.