ټاکل شوې چې نن (پنجشنبه، د لړم۳مه) د اسیا کرکټ ایمرجېنګ جام سیالیو په لړ کې د افغان الف«ابدالیان» او هند الف لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره شي.
دا لوبه د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې پيلېږي.
د دې جام بله نیمه پایلوبه به د سریلانکا او پاکستان الف لوبډلو ترمنځ ترسره شي او د دواړو سیالیو ګټونکي به پایلوبې ته لاره ومومي.
افغان الف لوبډلې تر اوسه د ایمرجېنګ اسیا جام شلاوریزو سیالیو کې درې لوبې ترسره کړي چې دوې یې ګټلې او یوه یې د هانګ کانګ پر وړاندې بایللې ده، خو لا هم د څلورو پواينټونو په لرلو سره د لومړي ګروپ په سر کې ځاى لري.
د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ شل اوریزې دي او د افغانستان سربېره په کې د ۸ نورو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.