المان د ناقانونه کډوالو او د سرحدي جرمونو د زیاتوالي په اړه د ننګونو د اداره کولو لپاره، د دوشنبې په ورځ له ګاونډیو هېوادونو سره د خپل سرحد کنټرول پیل کړی دی.
دا پریکړه د سخت دریځو ښي اړخو ګوندونو د فشار او د ګډوالو د راتګ په اړه د ټولنیزو اندېښنو وروسته په ځانګړې توګه د منځني ختیځ له کړکیچنو سیمو څخه له راتګ وروسته وشوه.
د رویټرز د راپور له مخې، د دې اقدام په اړه په پراخه کچه بحث او ارزونه شوې او د اصلي موثریت په اړه یې پوښتنې مطرح شوې دي.
د المان د ادغام او کډوالو شورا مشر، هانس فورلنډر د دغو کڼترولونو د دوامدارو اغېزو په اړه شک څرګند کړی او په دې باور دی چې د کنټرول اقدامات ممکن یوازې د یوې محدودې مودې لپاره اغېزمن وي او په بنسټیز ډول د کډوالۍ ستونزه نشي حلولی.
د المان پولې کنټرول اوس مهال د پولنډ، چک جمهوریت، اتریش او سویس په سرحدونو کې شته دی. په دې لړ کې به د فرانسې، لوګزامبورګ، هالنډ، بلجیم او ډنمارک په پولو کې د پولیسو تفتیش او کنټرول دوام ولري.
په اصلي توګه دا ډول کنټرولونه د شنګن سیمې په داخلي سرحدونو کې منع دي، خو د ملي امنیت یا عامه امنیت ته د ګواښ په صورت کې دوی د شپږو میاشتو لپاره پلي کیدی شي او تر دوو کلونو یې غځولی شي.
دې کنټرول بېلابېل غبرګونونه راپارولي. یو شمېر الماني چارواکي دا اړین ګڼلي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو فعالین په اروپايي اتحادیه کې د نژاد پرستۍ او پیوستون کمزوري کولو په اړه اندېښنه لري.
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په المان کې د پناه غوښتونکو د ۲۱،۷ سلنه کمښت خبره هم شوې ده، خو د کډوالو چارو کارپوهان په دې باور دي چې نور عوامل هم په دغه کمښت کې رول لري.