کابل ښاروالۍ په درېیمه، څلورمه، پنځمه، شپږمه، لسمه، ۱۱مه او ۱۲مه ناحیو کې د سړکونو، کوڅو او عمومي جادو د پتې موندلو لوحو د نصبولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه) اعلان کړی چې دغه اقدام د ادرس پیدا کولو د سیسټم د ښه والي او ښاریانو ته د لارو موندلو د اسانتیا په موخه ترسره کېږي.
د کابل ښاروالۍ د بنسټيزو پروژو مشر، محمد حامد سادات ویلي چې تر دې مخکې هم په يادو سيمو کې د کورونو پر دروازو سروې او د نمبر پلېټونو نصبول ترسره شوي دي.
کابل ښاروالۍ زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په لومړۍ، اوومه، اتمه، ديارلسمه، څوارلسمه، پنځلسمه، شپاړسمه او اوولسمو ناحيو کې د ادرس د لوحو د نصبولو چارې پيل شي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د سروې چارې په ۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۲ ناحیو کې روانې دي او د کورونو پر دروازو د نمبر پلیټونو له نصبولو وروسته به په کوڅو او عامه او فرعي سړکونو کې هم پلېټونه نصب شي.
کابل ښاروالۍ په یو شمېر سړکونو او عامه لارو کې د لویو لارو او د هغوی اندازه په ګوته کولو معلوماتي او لارښود لوحې هم نصب کړې او ویلي یې دي چې په راتلونکي کې به دغه پروګرام لا پراخه کړي.