په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې ناروې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰میلیون کرون چې (۱.۸میلیون ډالر) کېږي مرسته کړې ده.
اوچا دا موضوع نن (یکشنبې، د وږي ۱۸مه) پر خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلې ده.
اوچا د یادو مرستو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې ناروې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره په ټوله کې ۱۸۹ میلیون کرون مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و ۲۳.۷ میلیون کسان، چې له نیم څخه د افغانستان زیات نفوس جوړوي، په ۲۰۲۴ کال کې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.