Home » افغانستان » سويډن د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۶.۸ میلیون ډالر مرسته وکړه

سويډن د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۶.۸ میلیون ډالر مرسته وکړه

سویډن ۷۰ میلیون کرون چې ۶.۸ میلیون امریکا ډالر کېږي د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره یې د افغانستان د بشردوستانه صندوق سره مرسته کړې ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سویډن د دې مرستې هرکلی کړی دی.

اوچا اعلان کړی چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو د صندوق څلورم منظم اولوی مرسته کوونکی دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې له دې صندوق سره څه باندې ۷۸۴میلیون کرون مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر نړیوال مرسته کوونکي نهادونه وایي چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او له همدې امله ټولو اړمنو کسانو ته نه شي رسېدلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...