له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان راپور ورکړی چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو د اقلیمي بدلون له امله د بېځایه شویو کسانو شمېر د پروسږ ټول کال په کچه دی.
دغه سازمان نن (سې شنبې، د زمري ۱۶مه) په یو راپور کې لیکلي چې شدیدې طبیعي پېښې، لکه وچکالي، سېلابونه، د ځمکې ښوییدنه، واورې او طوفانونه په افغانستان کې د ۳۸زره کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان د شمېرو له مخې، په دغو بېځایه شویو کې نیم یې ماشومان دي.
یاد سازمان دا هم ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن شوی هېواد دی، خو د دې کړکېچونو پر وړاندې تر ټولو کم امکانات لري.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې په تېرو څو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.