Home » افغانستان » د کډوالو وزارت د ملګرو ملتونو د اته میلیون افغانانو د کډوالۍ راپور رد کړ

د کډوالو وزارت د ملګرو ملتونو د اته میلیون افغانانو د کډوالۍ راپور رد کړ

د کډوالو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال راپه دې خوا د کډوالو د نړیوال سازمان د اته میلیون افغانانو د کډوال کېدلو راپور رد کړی دی.

دې وزارت نن (سې شنبې د زمري ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې د کډوالو نړیوال سازمان راپور ته په اشارې لیکي: “موږ په کلکه دا راپور ردوو.”

یاد وزارت زیاته کړې ده: “یو شمېر سازمانونه د مرسته کوونکو د پام رااړولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي.”

له دې وړاندې د کډوالو نړیوال سازمان په یو راپور کې لیکلي وو: “د ۲۰۲۰ کال راپه دې خوا شاوخوا اته میلیون افغانان کډوال شوي چې ۸۵سلنه یې ګاونډي هېوادونو ته په ځانګړې توګه ایران او یومیلیون نور کسان اروپايي هېوادونو ته تللي. ایران ته د ۷۵سلنه افغانانو د کډوال کېدو اساسي لامل په هېواد کې بې روزګاري ده.”

بلخوا د کډوالو وزارت د کډوالو کره شمېرې نه دي ښودلې، خو ویلي یې دي چې په تېرو دریو کلونو چې ۳.۷ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان هره ورځ په زرګونه افغان کډوال وباسي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...