د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د سوالګرو راټولولو او مخنیوي کمیسیون له لوري کمپاین دوام لري.
د یادې ادارې رییس مولوي فریدالله حقاني وایي چې د دغه کمیسیون له لوري په مرکز جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې ۶۱۵ سوالګر راټول شوي دي.
د نوموړي په خبره راټولو کړل شويو اړمنو سوالګرو سره مرسته کوي او یو شمېر یې د زده کړو په موخه مرستندویه ادارو ته ورپیژندلي دي.
حقاني زیاتوي:«ننګرهار کې د سوالګرو راټولونې کمپاین پرمهال ۶۱۵ سوالګر راټول شوي البته دا کمپاین دوه ځل ترسره شوې، چې د تېر پرمهال ۴۱۵ سوالګر ثبت شوي وو او تازه چې کوم کمپاین ترسره شوې ۲۰۰ سوالګر په تورخم ښارګوټي کې راټول شوي؛ چې له دې ډلې یې ۲۸۰ تنه سرې میاشتې ادارې ته معرفي شوي ۱۶۰ تنه د ژغورنې نړیوالې ادارې ته او پاتې یې ۱۷ تنه سوالګرو ماشومان مو د ماشوم ژغورنې ادارې ته معرفي کړي.»
بلخوا د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي هم د یاد کمپاین پر دوام ټینګار کوي او وایې، دغه ولایت کې د سوالګرو شمېر څو برابره لوړ شوی او که حکومت یې د راټولولو لړۍ دوامداره ونه ساتي ښايي نور هم ډېر شي.