کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره تر خبرو اترو وروسته، د پاکستان حکومت پرون (سېشنبې، چنګاښ ۱۹مه) د بې اسنادو افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو بهیر د «بشري» دلایلو له مخې ځنډولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، فیلیپو ګرانډي پرون پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی. هغه په پاکستان کې د افغانانو لپاره د «اوږدمهاله حل لپاره د هڅو د پیاوړتیا» غوښتنه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې په پاکستان کې د درې میلیونو افغان کډوالو لپاره باید په خپله خوښه راستنېدل، په درېیو هېوادونو کې مېشتېدل او یا هم په پاکستان کې دننه د اوږدمهاله حل لارې چارې ولټول شي.
دې کمېشنرۍ په یوه بیان کې ویلي چې ګرندي د پاکستان د هغې پرېکړې ستاینه کړې چې د بهرنیو اتباعو د ایستلو لړۍ یې وځنډوله چې په غیر قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.
د تېر کال د اکټوبر په پیل کې پاکستان د ۱٫۷ میلیونه افغان کډوالو په ګډون ټولو غیرقانوني بهرنیو کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په خپله خوښه له هېواده د وتلو وخت ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې له دې نېټې وروسته به نیول کېږي او له یاد هېواده به په جبري توګه ایستل کېږي.
ملګرو ملتونو د جون په ۱۰ مه په یو راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ تر پایه له پاکستان شاوخوا ۴۹۲ زره افغان کډوال او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې ۱۲۷ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.