Home » افغانستان » افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان د ککړې هوا له امله مري

افغانستان کې ۴۰ سلنه ماشومان د ککړې هوا له امله مري

په افغانستان کې د هغو ماشومانو ۴۰ سلنه مړینه د هوا د ککړتیا له امله ده چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.

دا خبره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره هوا تنفس کوي چې په پایله کې یې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دا تازه شمېره ده چې یونيسف د هوا د ککړتیا له امله افغانستان کې د ماشومانو د مړینې په اړه خپره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې شوې یوې سروې موندلې وه چې په افغانستان کې څه باندې ۳۷ زره کسان د هوا د ککړتیا له امله پیدا کېدونکو ناروغیو له امله مري چې دا په کال کې د ټولو مړینو څه باندې ۱۴ سلنه کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...