د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسوولان وايي چې په تېرو دریو کلونو کې په دغه ولایت کې د لسو زرو روږدو کسانو درملنه شوې ده.
باختر خبري اژانس د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حيات الله روحاني په حواله خبر ورکړی چې دا کسان په څو مرکزونو کې تداوي شوي او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د مسوولانو په وینا، په دې ولایت کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لړۍ لا هم روانه ده.
تر دې وړاندې هم د غبرګولې میاشتې په پای کې په هرات کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوولانو ویلي وو چې تر ۱۳۰۰ ډېر په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر د اټکل له مخې، په افغانستان کې له هرو دریو کورنیو څخه پر یوې یې نشه یي توکو اغېز کړی دی.