Home » افغانستان » د ماشومانو ژغورنې سازمان فاریاب کې شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي

د ماشومانو ژغورنې سازمان فاریاب کې شپږ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي

د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې په فاریاب کې به د شپږو روغتیایي مرکزونو او یو سیار ټیم په جوړولو سره د یاد ولایت اوسېدونکي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

د ماشومانو ژغورنې سازمان د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې روغتیایي خدمات او اوبه چمتو کړي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې سازمان یکشنبې د چنګاښ درېیمه په یوه بیانیه کې لیکلي چې د دې مرکزونو له لارې د تغذیې خدمتونه، اروایي روغتیا او ټولنیز ملاتړ، د امېندوارۍ پرمهال ساتنه او له ولادت وروسته د ماشومانو لپاره د تغذیې خدمتونه چمتو کوي.

تر دې وړاندې د دې ولسوالیو اوسېدونکي د روغتیایي خدماتو له کمښت سره مخ وو.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې روغتیایي خدمتونه له کمښت سره مخ او له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...