Home » افغانستان » اوچا: په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان کارګر دي

اوچا: په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان کارګر دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان په کار بوخت دي.

اوچا دا موضوع نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) د ماشومانو له کار کولو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په خپله اېکس پاڼه یاده کړې ده.

دې دفتر ویلي چې د کارګرو ماشومانو او د دوی د ښه راتلونکي په اړه اندېښنې شته.

اوچا ویلي: “موږ په ګډه کار کوو تر څو ډاډه شو چې هر ماشوم له زدکړییز او امن چاپيریال څخه برخمن دی.”

که څه هم چې د ا.ا مسوولان په پرلپسې توګه د ماشومانو د راټولو، په روزنتونونو کې د هغوی د جذبولو، هغوی ته د غوره ژوند کولو د زمینې برابول او د هغوی له کورنیو څخه د ملاتړ خبره کوي، خو پر دې سربېره زیات شمېر ماشومان په بازار کې په ستونزمنو کارونو بوخت دي.

د کارپوهانو په باور چې د ښځو پر کار بندیز هم د دې لامل شوی چې کورنۍ خپل ماشومان درنو کارونو ته وهڅوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...